بېرته
کرزی بدخشان ته لاړ بیرته کابل ته را ستون شو
د خپرېدو نېټه: 1389/07/08 0:0د خبر شمېره: 2195سرچینه: آژانس خبری ایرکا

افغان ولسمشر حامد کرزی د یوه ناڅاپی سفر په ترڅ کې شمال ختیز ولایت بدخشان ته رسېدلی دی .
چارواکی د ده د سفر موخه د تخار – بدخشان ترمنځ د غځېدلی څه باندې یو نیم سل کېلومتره سړک د کار ارزونه په ګوته کوی.
کرزی په دغه ولایت کې د امنیت په راوستو کې د بدخشانیانو ونډه مهمه وبلله .
نوموړی پر نورو افغانانو غږ کړی چې د امنیت په ټینګښت کې له حکومت سره مرسته وکړی.
کرزی شیبه دمخه له بدخشان څخه بیرته د څو څرخی الوتکو په ملتیا کابل ته را ورسید.