بېرته
ناټو او امریکا د کندوز د والی وژل کېدل وغندل
د خپرېدو نېټه: 1389/07/17 0:0د خبر شمېره: 2295سرچینه: ایرکا خبری آژانس

امریکا او ناټو ځواکونو هغه ترهګریز برید وغنده ، چې په ترڅ کې یې د کندوز والی انجینر محمد عمر له ګڼ شمېر نورو کسانو سره په یوه جومات کې ووژل شو.
دکندوز والی انجنیر محمد عمر او شل تنه نور لمونځ کوونکی، پرون ماسپښین د جمعې د لمانځه پر مهال دتخار ولایت دتالقانو ښار په یوه جامع جومات کې د ماین د چاودنې په ترڅ کې ووژل شول او یو شمېر نور لمونځ کوونکی ټپیان شول .
د امریکا متحده ایالتونو او په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو هم یاد شوى برید په کلکه غندلى دى.
په کابل کې د امریکا سفارت له خوا د تلې په 17مه، پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوی ، چې د عبادت په خونه کې دا ډول برید ترسره کول، ددې څرګندونه کوی ، چې مخالفین عبادت ځایونو او افغان ولس ته هېڅ درناوى نه لری.
په خبرپاڼه کې راغلی : (( امریکا او زموږ نړیوال اتحادی ملګری به دافغانانو ، افغانستان او په ځانګړې توګه په کندوز او تخار کې له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ او د امنیت او بیارغونې په برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوی.
ناټو ځواکونو هم په خپله خبرپاڼه کې ویلی، چې په افغانستان کې وسلوال مخالفین اسلامی مقدساتو ته هېڅ احترام نه لری او په جوماتونو کې هم بریدونه کوی.
خو تر اوسه وسلوالو مخالفینو د انجنیر عمر د وژنې په اړه په رسمی توګه هېڅ نه دی ویلی.
ولسمشر حامدکرزی هم دغه ترهګریز عمل په کلکه وغندهاو ویې ویل : (( دخدای په کورکې د دا ډول برید ترسره کول د بشریت او داسلام دمبین دین پرخلاف تر ټولو ستر جنایت دی،چې ترسره کوونکی به یې له شک پرته دلوی خدای له عذاب سره مخامخ شی.))
د ولسمشر د ویندوی له دفتر څخه د تلې په 16مه، پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزی له خولې ویل شوی : ((د انجنیر محمد عمر په څېر دافغانستان د یوهمجاهد او هېوادپال شخصیت او زموږ د هغو نورو مسلمانو هېوادوالو وژنه ، چې دالله تعالی په عبادت بوخت و، په هېڅ مذهب کې اجازه نه لری.))
دهېواد ولسشمر امنیتی چارواکیو ته لارښوونه کړې ،چې د دغه ترهګریز برید دترسره کوونکیو په نیولو او دقانون منګولو ته د هغوىد سپارلو لپاره دې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړی.
حامدکرزی همداراز اړوندو چارواکیو ته لارښوونه کړې ،چې د محمد عمر جنازه دې دیو لړ ځانګړو شاندارو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شی.