بېرته
ولسمشر کرزى: امریکا یې پر سمه لاره روانه کړې ده
د خپرېدو نېټه: 1389/07/18 0:0د خبر شمېره: 2306سرچینه: آژانس خبری ایرکا

ولسمشر حامدکرزی په کندهار کې د قومی مشرانو په غونډه کې وویل چې امریکا یې پر سمه لاره روانه کړې او اوس د پاکستان په پرتله له افغانستان سره ډېره ملګرتیا کوی.
ولسمشر حامدکرزى نن غرمه مهال د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ته په چورلکه کې را ورسېد، د ولسوالۍ په ودانۍ کې یې له امنیتی چارواکیو سره لنډه غونډه وکړه او وروسته یې د بابا صاحب په زیارت کې د سلګونو قومی مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
له ولسمشر سره په دې سفر کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډیویډ پیټرایس، د امریکا سفیر کارل ایکن بیری، د ملی دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ، دکورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال جنرال منیر منګل او ګڼ شمېر نور چارواکی شامل وو.
ولسمشر د بابا صاحب زیارت په تالار کې د سلګونو قومی مشرانو او دولتی چارواکیو په ګډون لومړى د تخار ولایت د تېرې ورځې د پېښې قربانیانو ته دعا وکړه، چې د کندز د والی په ګډون پکې 15 تنه وژل شوی وو.
حامد کرزی خپله وینا له همدې ځایه راپیل کړه او ویې ویل، چې دغه راز پېښې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې کېږی، خو په کندهار کې زیاتې دی.
هغه زیاته کړه: ((په کندهار کې هره ورځ دینی عالمان، قومی مشران او دولتی کارکوونکی وژل کېږی، زه له خلکو څخه په دې برخه کې د زیات زغم هیله کوم، تر څو هڅه وکړی، دا بلا له دې خاورې ورکه کړی.))
ده وویل، ګاونډى هېواد پاکستان هم هره ورځ په ورته توګه په اور کې سوځی او ویې ویل (( دغه هېواد په خپله هم ځان ته بلا پېښه کړه او موږ ته یې هم پېښه کړه او هغوى ته سړى دا ویلى شی چې ((خپله لاسه ګله لاسه)).)
دنوموړی په وینا(( پاکستان د افغانستان ګاونډى هېواد دى او له دې هېواد سره ښې اړیکې غواړی)).
ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې د سولې د مشورتې جرګې د پرېکړو له مخې دا مهال په هېواد کې دوه جریانونه موازی روان دی، چې یو د طالب بندیانو خوشې کېدل او بل د سولې د عالې شورا جوړېدل دی.
د هغه په خبره، د سولې د عالی شورا د ټاکل کېدو لپاره یې زیات کار وکړ، له بېلابېلو اشخاصو سره یې تر لس ځلې زیاتې غونډې وکړې، تر څو داسې اشخاص پکې شامل شی، چې د هېواد ټول خلک یې وپېژنی.
ده وویل: ((د دې لپاره چې دغه شورا د ټول هېواد استازیتوب وکړاى شی، د شورا نوملړ یې له 50 کسانو څخه 70 ته پورته کړ، چې سبا ته به یې مشرتابه هم اعلان شی.))
د نوموړی په وینا، د مشرتابه تر اعلان وروسته به فوراً شورا په عملی توګه خپل کار پیلوی.
نوموړی زیاته کړه: (( په همدې بنسټ زه یو ځل بیا پر مخالفینو غږ کوم، چې د خلکو غږ (سولې) ته لبیک ووایی او د خپلې خاورې او خلکو د ورانۍ او وژنې لاس واخلی.))
حامد کرزی دغه راز وویل، چې د دغو هلو ځلو تر څنګ د امنیت لپاره دا هم اړینه ده، چې په حکومت کې اصلاحات راشی.
د هغه په وینا، دولتی ادارې باید په پښو ودرول شی، امنیتی ځواکونه ځواکمن شی، تر څو د هغو کسانو مخه ونیول شی، چې د پردیو په امر د پردیو لپاره خپل خاوره ورانوی.
ولسمشر د کندهار اوسنیو امنیتی شرایطو ته په پام، په دې ولایت کې د تېرو دوو میاشتو له اقداماتو هم خوښی څرګنده کړه.
هغه د بېلګې په توګه د محله جات عملیات یاد کړل، چې مشری یې د افغان ځواکونو په غاړه وه، نه پکې ملکی وګړیو ته زیان واوښت او نه هم ورانى وشو، خو سیمه له مخالفینو پاکه شوه.
نوموړی په دې اړه زیاته کړه: ((تر هغه چې په دې خاوره کې په خپل اقدام کار و نه کړې، حالات نه سمېږی.))
ولسمشر په دې لړ کې د امنیت د خرابوالی یو لامل دا هم وباله، چې ګڼ شمېر قومی مشرانو خپلې ولسوالۍ او کلی پرې ایښی او ښار ته یې کډه کړې ده.
هغه قومی مشرانو په خطاب کې وویل، د دې پر ځاى چې تاسو د طالبانو یا القاعده له وېرې خپل کلی پرېږدئ، باید د هغوى پر وړاندې له خپلو کلیو دفاع وکړئ.
نوموړی د ولسوالیو پر قومی مشرانو غږ وکړ، چې بیرته خپلو سېمو ته ستانه شی، تر و خپل خلک پرې راټول شی او له دولت څخه چې څه غواړی ور به یې کړی.
حامد کرزی خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: ((که څه هم څه موده به سختی وی، خو په سیمه کې روان حالت ښیی، چې ډېر ژر به سوله راشی.))
ده وویل، اوسمهال د سولې په پروګرام کې نړیواله ټولنه، ناټو او نور سازمانونه هم ورسره ملګری شوی او ډېرو هېوادونو لکه جرمنی، جاپان، فرانسې، انګلستان، امریکا او نورو په دې برخه کې میلیونونه ډالر مرسته کړې ده.
نوموړی زیاته کړه، د دې تر څنګ نړیواله ټولنه د افغانستان د حکومت د ځواکمنتیا لپار هم جدی کار کوی او دا یې منلې، چې د ثبات او امنیت په موخه به سیمه ییز پولیس جوړ کړی.
ولسمشر په دې برخه کې له قومی مشرانو وغوښتل، چې خپل ځوانان امنیتی ارګانونو ته ور وپېژنی، تر څو د سیمه ییزو پولیسو په لیکه کې یې شامل کړی.
خو پر دې خبره یې بیا ټینګار وکړ، چې د دغو پولیسو سرپرستی به قومی مشران کوی، تر څو له بې لارۍ یې را وګرځوی او په سمه توګه د خپلې سیمې او مشرانو ساتنه وکړی.
هغه د سولې په لاره کې د امنیتی هلو ځلو تر څنګ له طالبانو، پاکستان او نورو غاړو سره د خبرو لړۍ هم مهمه وګڼله او ویې ویل، چې دغه راز ناستې به دوام لری.
حامد کرزی خلکو ته په خطاب کې وویل: ((ستاسو په یاد دی؟ پخوا امریکا یوازې د پاکستان ملګرې وه، زموږ سره یې انډیوالی نه کوله، د دواړو لاس راته یو و، خو اوس مو هغوى پر سمه لاره روان کړی دی.))
د هغه په خبره، د پاکستان، افغانستان او امریکا په ګډ مجلس کې امریکایانو د پاکستان په پرتله د افغانستان خوا ډېره نیوله او دا یو ډېر ښه کار دى.
نوموړی په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې د پخوا په پرتله ښې وګڼلې او ویې ویل چې دوه اړخیزې اړیکې زیاتې شوی دی.
دى وایی، پاکستان ته یې ویلی، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دى، باید ترې ونه وېرېږی، ځکه له دې خاورې هغوى ته زیان نه شی رسېدى او په متقابله توګه هغوى هم باید له خپلې خاورې موږ ته زیان وا نه ړوی.
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام د کندهار دولتی چارواکی هم مخاطب کړل او ویې ویل چې پر کندهار ښار د پوستو یا امنیتی کمر بند په راګرځولو امنیت نه راځی، بلکې امنیت په همت او حکمت سره راځی او امنیت عمومی هلې ځلې غواړی.
هغه د امنیتی دېوالونو له جوړولو سره کلک مخالفت څرګند کړ او له چارواکیو یې وغوښتل چې نور دې دا کار نه کوی.
نوموړی، قومی مشرانو ته د خپلې وینا په یوه برخه کې د ماشومانو پر ښوونه او روزنه هم ټینګار وکړ او له هغو یې وغوښتل، چې خپل ماشومان ښوونځی ته ولېږی.
د هغه په خبره، د دې سیمې پر اوسېدونکیو ځکه د زده کړې ټینګار کوی چې، له ډېر پخوا څخه له ښوونې او روزنې سره ډېره مینه نه لری.
ولسمشر کرزی د غونډې په پاى کې د یو شمېر قومی مشرانو غوښتنې او وړاندیزونه هم واورېدل چې ډېرې یې د امنیت او بیارغونې په اړه څرخېدې.
د ارغنداب ولسوالۍ یوه قومی مشر حاجی ښه اکا له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د دهلې بند دې ورغول شی، تر څو د اوبو کچه لوړه او ترې لاندې ځمکې خړوب شی.
د کندهار یوه بل قومی مشر حاجی فضل الدین اغا وویل، چې د ولسمشر کرزی د وینا سره سم ټول قومی مشران د سولې لپاره هلې ځلې کوی او خپلو سیمو ته به بیرته ستانه کېږی.
نوموړی هم پر کندهار ښار د راګرځول شوی امنیتی کمربند سره مخالفت وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې د ښار تر څنګ دې په ټولو ولسوالیو کې امنیتی پوستې جوړې کړی او د ټولو سیمو امنیت دې خوندی شی.
هغه په کندهار ښار کې د یوه مجهز لوى روغتون د جوړېدو غوښتنه هم وکړه، تر څو خلک د درملنې لپاره پاکستان یا نورو هېوادونو ته په تګ مجبور نه شی.
ولسمشر کرزی د قومی مشرانو د وړاندیزونو او غوښتنو په ځواب کې وویل، چې د امنیت تر څنګ به د بیارغونې په برخه کې هم کارونه ګړندی کېږی.
هغه وویل، تر هغه مهاله چې د کجکی برېښنا جوړېږی، د کندهار ښار په دوو برخو کې به برېښنا زیاته شی، چې په دې توګه به صنعتی پارک دوې میاشتې وروسته لس میګاواټه برېښنا ولری.
هغه دغه راز وویل، چې په سوېلی حوزه کې به د ایساف ځواکونو د قومندان جنرال کارتر تر څنګ د سرحدی پولیسو قومندان جنرال رازق هم تقدیر کړی، چې له خلکو سره یې ښه وضعه کړې او د امنیت لپاره یې ډېر کار کړى دى.
نوموړی د خپلو خبرو په پاکې وویل: ((څومره چې بهرنی ځواکونو له خلکو سره ښه چلند کوی، هومره به هغوى له بهرنیانو سره ښه چلند کوی.))