بېرته
ایتلافی ځواکونو د لوګر د کرنې مرستیال ونیوه
د خپرېدو نېټه: 1389/07/19 0:0د خبر شمېره: 2321سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د لوګر د کرنې مرستیال یو ځل بیا د ایتلافی ځواکونو له خوا له مخالفو وسلوالو ډلو سره د تړاو په شک ونیول شو.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ د جنایی جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر سمونوال محمد جان عابد، د تلې په 19مه، وویل، چې د کرنې مرستیال انجنیر زلمى احدیار پرون مازیګر په څرخ ولسوالۍ کې د خپل کور په مخ کې د ایتلافی ځواکونو او ملی امنیت له خوا نیول شوى دى.
احدیار، چې له 9 کلونو راهیسې د لوګر د کرنې ریاست مرستیال دى، د جهاد پر مهال د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب یو سیمه ییز قوماندان و.
عابد، د دغه پخوانی جهادی قوماندان په اړه وایی: احدیار پولیسو سره په هېڅ جرم نه دى تورن او یو دولتی مامور دى.
د کرنې رییس انجنیر سید عیسی موسوی هم، احدیار یواځې دولتی مامور ګڼی او وایی، چې له هېڅ ورانکارې ډلې سره اړیکې نه لری.
د هغه په وینا، د خپل مرستیال د نیولو په اړه یې د لوګر ولایت مقام او ولایتی شورا سره خبره کړې او هغوى یې د خوشې کېدو ژمنه کړې ده.
احدیار، تېر کال هم د ایتلافی ځواکونو له خوا نیول شوى و، چې په بګرام زندان کې له شپږو میاشتو بند تېرولو وروسته بې ګناه ثابت شو او د روان کال په وری میاشت کې بېرته راخوشې شو.