بېرته
یو شمېر وکیلان: د سولې عالی شورا مخالفینو سره مذاکرې ته لار نه شی هوارولى
د خپرېدو نېټه: 1389/07/20 0:0د خبر شمېره: 2336سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ولسی جرګې یو شمېر غړی د سولې د عالی شورا جوړښت ته په کتو سره وایی، چې دغه شورا د سولې راوستو او مخالفینو سره مذاکرې ته لار نه شی هوارولى.
دغه شورا، چې 70 غړی لری او د روانې میاشتې په 15مه، د ولسمشر حامد کرزى له خوا پرانېستل شوه، پرون یې د جمعیت اسلامی د تنظیم مشر او د ولسی جرګې غړى برهان الدین ربانی د مشر په توګه غوره شو.
د جهادی تنظیمونو مشران، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ځینې مهم غړی او یو شمېر نور مخور د دغې شورا غړی دی.
په ولسی جرګه کې د بدخشان استازې فوزیې کوفی وویل، چې د دې شورا مشر او یو شمېر غړی د روانې قضیې یو اړخ دى.
هغې زیاته کړه: ((دلته باید درېیمې او تخصصی ډلې ته واک ورکړل شوى واى، ترڅو دغه پروسه یې پرمخ وړې واى.))
کوفی وایی، چې ولسمشر حامد کرزی په دغې شورا کې یو شمېر داسې کسان ځاى پرځاى کړی، چې د ملی ګټو پرځاى خپلې شخصی ګټې مهمې بولی.
خو هغې په دغې برخه کې د چا نوم وانخیست.
همداراز په ولسی جرګه کې د غزنی استازى داوود سلطانزوى هم، د یادې شورا د کار په پایله باوری نه دى.
خو هغه بیا د جرګې له تشکیل پرته، په دغې شورا یوه بله نیوکه هم لری.
نوموړی وویل: ((هغه مهال به د دې شورا کار سمه پایله ورکړی، چې مخالفینو سره د خبرو اترو او د سولې د راوستو د لارو چارو د لټولو میکانیزم، له ولسی جرګې سره شریک شی.))
خو په ولسی جرګه کې د کندهار استازى نورالحق علومی بیا، د دغې شورا د کار د بریالیتوب لپاره یو بل وړاندیز لری.
علومی زیاتوی: ((هغه مهال به دغه شورا په خپل کار کې بریالۍ وی، چې افغان دولت او نړیواله ټولنه یې د پرېکړو او کړنو کلک ملاتړ وکړی.))
هغه وایی، چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره باید تر هرڅه وړاندې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان سره خبرې وشی.
علومی هم، د سولې د عالی شورا په جوړښت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دغې شورا کې داسې کسان راټول شوی، چې تراوسمهاله په خپلو منځو کې سره جوړ نه دی.
علومی زیاتوی: ((افغانانو ته باید نور فریب ورنه کړل شی.))
خو د ولسی جرګې او د سولې د عالی شورا غړى عطاء الله لودین بیا، د شورا فعالیت ته هیله من دى.
هغه وایی، چې هغه مهال د دې شورا په رهبرۍ یا جوړښت نیوکه په کار وه، چې طالبانو د یوې بې طرفې ډلې غوښتنه کړې واى.
لودین وایی: ((دا د خوشحالۍ ځاى دى، چې استاد برهان الدین ربانی او یو شمېر نور کسان، چې په کلونو _کلونو یې د طالبانو سره جګړه کړې، خو اوس له طالبانو سره مذاکرې او د سولې راوستو ته چمتو شوی دی.))
نوموړی دا هم وویل، چې د سولې عالی شورا له مخالفینو سره د خبرو اترو پر میکانېزم کار کوی، چې په جوړېدو سره به یې هغه بیا د اساسی قانون د حکم مطابق له ولسی جرګې سره شریک کړی.
که څه هم سیاسی کارپوهان او عام وګړی د دغې شورا په اړه بېلابېلې نظریې لری، خو وسلوالو طالبانو د تېر په څېر یو ځل بیا هم د سولې د عالی شورا جوړېدل رد کړی دی.