بېرته
بریتانیا: کېداى شی ژغورونکیو مېرمن لنډا وژلې وی
د خپرېدو نېټه: 1389/07/20 0:0د خبر شمېره: 2337سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د بریتانیا لومړی وزیر اعلان وکړ، چې کېداى شی په کونړ ولایت کې تښتول شوې مېرمنه د ژغورنې ځواکونو له خوا وژل شوې وی.
بل خوا په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پیـټرایس، د بریتانوۍ مېرمنې لنډا د تښتولو او د وژلو په اړه د پلټنو امر کړى دى.
د لنډا نورګروی په نامه دغه 36 کلنه بریتانوۍ مېرمن، چې د ډی اې اى په نامه له یوې امریکایی موسسې سره یې کار کاوه، له درېیو افغان کارکوونکیو سره شاوخوا درې اونۍ مخکې (د سبټمبر په 26مه) له جلال اباد څخه کونړ ته په لاره وه، چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ له سپین جومات سیمې څخه ناپېژاندو وسلوالو وتښتوله.
له هغې سره تښتول شوی درې افغانان، له تښتول کېدو یوه اونۍ وروسته خوشې کړى شوی وو.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د تلې په 17مه، اعلان وکړ، چې وسلوالو تښتوونکو لنډا د یوه ځانمرګی برید په ترڅ کې هغه وژلې ده.
خو ددغه هېواد لومړی وزیر ډېوېډ کمیرون د تلې په 19مه، په یوه خبری کنفرانس کې وویل، چې کېداى شی مېرمن لنډا د ژغورنې د عملیاتو پر مهال د ځواکونو له خوا وژل شوې وی.
هغه زیاته کړه، چې د ژغورنې د عملیاتو پرمهال امریکایی ځانګړیو ځواکونو پر هغې خونې لاسی بم غورځولى، چې مېرمن لنډا په کې ساتل شوې وه او له امله یې هغه ووژل شوه.
کمیرون وویل، چې د مېرمن لنډا د ژغورنې په موخه د عملیاتو پرېکړه د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هاګ کړې وه او دده ملاتړ ورسره و.
د بریتانیا لومړی وزیر وویل، چې د تښتول کېدو له لومړۍ ورځې څخه د مېرمن لنډا ژوند له جدی ګواښ سره مخ و او ددې وېره هم وه، چې تښتوونکی به هغه پاکستان ته واړوی.
ډېوېډ کمیرون زیاته کړه: زه په ښکاره ټکو وایم، چې د هغې د ژغورلو لپاره یواځینۍ لاره دا وه، چې باید عملیات سره له دې پرمخ یوړل شی، چې پر وړاندې ګواښونه هم شتون درلود.
د نوموړی په وینا، د مېرمن لنډا د وژل کېدو په اړه لومړنی راپورونه د خواشینۍ او افسوس وړ دی، خو زیاته یې کړه چې دوى د ژغورنې عملیات د ترلاسه شویو عملیاتو په اساس په ښه نیت ترسره کړی دی.
بل خوا په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پیـټرایس، د بریتانوۍ مېرمنې لنډا د تښتولو او د وژلو په اړه د پلټنو امر کړى دى.
په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتی په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې جنرال ډېوېډ پیټرایس سپارښتنه کړې، چې هغه لاملونه او حالات باید وڅېړل شی، چې د مېرمن لنډا د وژل کېدو لامل شو.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې د څېړنو دغه امر وروسته له هغه وشو، چې د ژغورنې د عملیاتو امریکایى قوماندان په دې اړه نور او تازه معلومات ورکړل.
سرچینې ویلی، چې دغه عملیات امریکایی ځانګړیو ځواکونو د بریتانیا له حکومت سره په همغږۍ ترسره کړی دی.
ایساف ویلی، چې له لومړیو راپورونو څخه معلومه شوه، چې یاده شوې مېرمنه د هغې د یوه تښتوونکی له خوا د چاودنې له امله وژل شوې، خو په وروستیو څېړنو کې د عملیاتو پر مهال له ترلاسه شوې وېډیو او انځورونو څخه د هغې د وژل کېدو لامل پیدا نه شو.
له دې مخکې د یادې شوې مېرمنې د پیدا کولو په موخه په څوکۍ ولسوالۍ کې د قومی مشرانو په ګډون 22 کسیزه ډله جوړه شوې وه او هغه د دېوه ګل په نامه هغې سیمې ته تللې وه، چې ویل کېده، تښتول شوې مېرمنه په کې ساتل کېده.
د دغې ډلې مشر حاجی کامل، چې تېره شپه بېرته له دېوه ګل څخه د ولایت مرکز اسعد اباد ته ستون شوى، وایی چې ټول کار د بهرنیو ځواکونو عملیاتو او بمبار خراب کړ.
د نوموړی په وینا، د دوى جرګه د ملا بصیر په نامه د مخالف قوماندان له نږدې ملګرو سره ولیدل، چې یاده شوې مېرمنه یې تښتولې وه او هغوى ورته له قید او شرط څخه پرته د هغې د خوشې کولو ډاډ ورکړى وو.
خو حاجی کامل وایی، چې ټول کار د بهرنیو ځواکونو بمبار او نظامی عملیاتو خراب کړ.
نوموړى وایی: په کومه سیمه کې چې موږ د تښتوونکو له ملګرو سره خبرې کولې او یا مو د خبرو پلان درلود، بهرنیو ځواکونو هلته بمبار وکړ او عملیات یې پیل کړل، چې له امله به یې هغوى له سیمې وتښتېدل.