بېرته
افغان ځواکونه دامنیتی چارو سپارلوته نه دی چمتو
د خپرېدو نېټه: 1389/08/01 0:0د خبر شمېره: 2460سرچینه: ایرکا خبری آژانس

افغان امنیتی ځواکونه په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنو سره سره لا تراوسه دومره نه دی غښتلی شوی ، چې په هېواد کې له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیت مسؤولیت په غاړه واخلی
دغه مطلب په افغانستان کې یوه لوړ پوړی کاناډایی چارواکى ستر جنرال ستورات بیار له کابل څخه دیوه ویډیویی کنفرانس له لارې خبریالانو ته په ډاګه کړ .
نوموړی ویلی دی، چې که څه هم افغان امنیتی ځواکونو په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړى ،خوداسې هیله نشته ،چې هغوى دې په یواځې توګه امنیت ټینګ کړاى شی .
نوموړی په دې ویډیویی کنفرانس کې ویلی ، چې هغوى تراوسه په نړیواله ټولنه اتکاء کوی ، چې په عملیاتو کې یې ملاتړ وکړی .
همدارنګه دغه کاناډایی چارواکی زیاته کړې ، چی افغان ځواکونه په دې برخه کې چټک پرمختګ کوی ، څو وکړاى شی د خپلو چارو د سمبالولو لپاره لا زیات مسؤولیت او صلاحیت واخلی .
نوموړی ویلی ، چې اوس مهال دپولیسو شمېره 120 زره ته رسېدلې ده ، چې دغه شمېره تېر کال 95 زره وه .