بېرته
لغمان کې یو پولیس وسله والو طالبانو وتښتاوه
د خپرېدو نېټه: 1389/08/03 0:0د خبر شمېره: 2479سرچینه: ایرکا خبری آژانس

وسله والو طالبانو د لغمان له الینګار ولسوالۍ څخه پرون یو پولیس تښتولى، چې چارواکی وایی، د خوشې کولو هڅې یې روانې دی.
د الینګار ولسوال قاضی ننګیالى وایی، دغه پولیس د نورستان د کله ګوش امریکایی بېز کې دنده لرله او له وسلې سره خپل کلی پړوایی ته راغلى و، چې د ده په وینا له غره څخه ښکته شویو وسله والو، چې دى یې غله بولی، وتښتاوه.
ولسوال زیاتوی، چې د تښتول شوی پولیس د خوشې کولو پسې هڅې روانې دی خو په دې اړه ډېرجزیات نه ورکوی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د دې تښتونې مسولیت پر غاړه واخېست، خو ده یې هم په اړه ډېرجزیات ورنکړل.
پرون د لغمان مرکز مهترلام ته نېږدې د یوه امنیتی شرکت کارکوونکی د وسله والو طالبانو تربرید لاندې راغلی وو، چې چارواکو ترې وروسته د یوه طالب د ژوندی نیولو او څلورو د ټپی کولو دعوه لرله.
د لغمان امنیې قومندان او نورو امنیتی سرچینو د پرونیو دواړو دغو او ځینو نورو دعوه شوو پېښو په اړه د پخوا په شان له خبرو ډډه وکړه.