بېرته
بغلان کې 100 تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د خپرېدو نېټه: 1389/08/06 0:0د خبر شمېره: 2518سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د بغلان ولایت په جلګې ولسوالۍ کې پرون د یوه کور د غورځېدو له کبله 100 تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ځایی چارواکو په وینا، په وژل شویو او ټبیانو کې ډیرى هغه یې ښځې او ماشومان دی، چې په یوه واده کې سره راټول شوی وو.
د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت کلید ته وویل، چې پېښه کې 60 تنه مړه او 40 نور ټپیان دی، چې 12 یې ماشومان او پاتې یې ښځې دی.
ویل کېږی، چې په وژل شویو کسانو کې زوم او ناوې هم شامل دی.