ځایی چارواکو د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ پر هوایی ډګر د راکټی برید خبر ورکړ. یوه امنیتی چارواکی، چې له نوم اخیستلو یې ډډه کوله کلید ته وویل، چې دغه برید تېره شپه د شینډنډ ولسوالۍ له ختیځ څخه پر دغه هوایی ډګر شوى دى، چې په وینا یې، ځان او مالی زیان نه لری. نوموړی زیاته کړه، پر ډګر توغول شوى راکټ د ډګر څېرمه کروندو کې لګېدلى دى. د سرچینې په وینا، امنیتی سرتېرو په سیمه کې پلټنې پیل کړی، خو تر اوسه یې په تور څوک نه دی نیول شوی. د شینډنډ ولسوالۍ په هوایی ډګر کې د بهرنیو ځواکونو مرکز دى، چې له هر لوری څخه د طالبانو د بریدونو نښه ګرځی. په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند قاری یوسف احمدی د برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلی یې دی، چې ملګرو یې دغه راکټی برید تر سره کړى دى. نوموړی ادعا وکړه، چې په دغه برید کې په ډګر کې مېشتو ځواکونو ته ځانی او مالی زیان اوښتى دى، خو نوموړی د دغه زیان کچه ونه ښوده. څو ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو پر دغه هوایی ډګر د ورته برید او اړوندو ځواکونو ته د تلفاتو اوښتو ادعا کړې وه. د شینډنډ هوایی، دګر د هرات جنوب ته په 120 کیلو مترۍ کې پروت دى.