بېرته
پکتیا کې 21 وسله وال طالبان ووژل شول
د خپرېدو نېټه: 1389/08/10 0:0د خبر شمېره: 2561سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکی وایی، چې تېره شپه د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې وسله والو طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې.
په جنوب ختیځ زون کې د (203) تندر قول اردو ویاند ساعت ګل هوتک رسنیو ته ویلی، چې په دغه هوایې برید کې 21 تنه وسله وال طالبان وژل شوی دی، چې په وینا یې، پکې د وسله والو طالبانو یو تن قومندان ابراهیم هم شامل دى.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هوایې برید کې خپلو ملګرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلى نه کوی او وایې چې بهرنیو ځواکونو د ولسی وګړو یو کور محاصره کړى او بیا یې د هوایې برید له امله (17) تنه ملکی وګړی وژلی دی .
د پېښې په اړه په جنوب ختیځ زون کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د مطبوعاتی دفتر له خوا لا تر دې دمه رسنیو ته څه نه دی ویل شوی.
پاتې دې نه وی، چې په دې ورستیو کې دا لوى هوایی برید ګڼل کېږی، چې په اړه یې د جګړې دواړه غاړې بېلابېل معلومات ورکوی.
یاده دې وی، چې څه موده وړاندې د پکتیا په سرحدی ولسوالۍ ډنډې پټان کې هم د بهرنیو ځواکونو له خوا په ورته هوایې برید کې وسله والو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه او دا ورستى هوایې برید و، چې په اړه یې لا کره معلومات د رسنیو په واک کې نه دی ورکړل شوی.