ځایی چارواکو ویلی، چې په غور ولایت کې یې د 20 کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو په نیولو سره د یوې چاودنې مخه نیولې ده. د غور ولایت د امنیه قومندان عبدالباقی نورستانی کلید ته وویل، چې ځایی پولیسو په چارسده ولسوالۍ کې 20 کیلو ګرامه چاودېدونکی توکی، چې په 3 بوشکو کې ځاى پرځاى شوی وو، کشف کړل. نوموړی زیاته کړه، دغه چاودېدونکی توک په هغه لاره ایښودل شوی وو، چې پر تل افغان او بهرنی ځواکونه تګ راتګ کوی. د نورستانی په وینا، تر اوسه یې په دې تړاو څوک نه دی نیولی، خو د پولیسو لخوا په دې برخه کې پلټنې روانې دی. طالبانو په دې وروستیو کې د نورو بریدونو ترڅنګ د سړک پر غاړې ماینونو هم ځاى پر ځاى کوی، چې له کبله یې هر کال د ګډو ځواکونو سلګونه سرتیری او ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوړی.