بېرته
دافغانستان ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې دسولې لپاره دې هڅې وکړی.
د خپرېدو نېټه: 1389/08/25 0:0د خبر شمېره: 2753سرچینه: ایرکا خبری آژانس

فرانس پرس راپور ورکړ، ښاغلی حامد کرزی نن د قربانی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکی وویله او هیله یې وکړه چې اختر په سوله او ارامۍ کې تېر کړی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې او ګډون وکړی.
ولسمشر حامد کرزی وویل، چې د سولې عالی شورا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هلې ځلې پیل کړی او وسله وال مخالفان باید د دې شورا هڅو ته هرکلۍ ووایی او د خپل هېواد په بیا جوړولو کې رغنده ونډه واخلی.