بېرته
هرات کې د اختر په ورځو کې ترافیکی پېښو 60 تنه ټپیان کړل
د خپرېدو نېټه: 1389/08/29 0:0د خبر شمېره: 2780سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د هرات ولایت د سیمه ییز روغتون چارواکو ویلی، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د ترافیکی پېښو له کبله 60 تنه ټپیان دوى ته ور وړل شوی دی.
د یاد روغتون اداری مدیر او ویاند محمد رفیق شېرزی کلید ته وویل، چې اوس هم په دې روغتون کې د ترافیکی پېښو یو شمېر ټپیان تر درملنې لاندې دی او د دولت هغه بودیجه، چې باید پر نور ناروغیو لګول شوى واى، پر دوى لګول کېږی.
نوموړی زیاته کړې، چې یوازې د اختر په ورځو کې په هرات ولایت کې 61 ترافیکی پېښې شوی، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.
د شېرزی په وینا، د وى له ټولو ادارو سره د ترافیکی پېښو په مخنیوی او کمښت کې مرسته کوی او له نورو ادارو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوی.
په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا چارواکو ویلی، چې تر امنیتی پېښو وروسته ترافیکی پېښو زیات تلفات رامنځته کړی، چې هره ورځ په لویو لارو او ښارونو کې رامنځته کېږی.
د ترافیکی نښو نه شتون، په معیار نه برابر سړکونه، د ترافیکی قوانیونو نه مراعتول او د نقلیه وسایطو ډېروالى هغه لاملونه دی، چې له کبله یې هره ورځ ترافیکی پېښې رامنځته کېږی.