بېرته
ناټو اعتراف وکړ چې په افغانستان کښې یې درې ماشومان وژلی
د خپرېدو نېټه: 1389/08/30 0:0د خبر شمېره: 2807سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ناټو ومنله چې ددوې ځواکونو دافغانستان په ختیځ کښې درې افغان ماشومانو وژلی دی .
زمونږ خبریال وای ناټو په یوې بیانیې کښې وویل پرون دافغانستان دکونړ ولایت په دره پیچ سیمه کښې په ټنټیل کلی باندې په دغه هیواد کښې دخارجی پوځیانو په حملې کښې درې افغان ماشومان وژل شوی .
ملګری ملتونه وای چې دروان میلادی کاله په لو مړیو شپږو میاشتو کښې په افغانستان کښې په جنګونو کښې څه دپاسه دولس سوه کسان وژل شوی چې اکثره یې دطالبانو په حملو کښې مړه شوی .
دافغانستان خلکو په ځلونو په بیلابیلو سیمو کښې په مظاهرو سره دخارجی پوځیان دحملو په غندلو سره له خپل هیواده دخارجی پوځیانو دوتلو غوښتنه کړی ده .