بېرته
جمهور رئیس کرزی د لېزبن غونډه لویه لاسته راوړنه وبلله
د خپرېدو نېټه: 1389/09/02 0:0د خبر شمېره: 2833سرچینه: ایرکا خبری آژانس

جمهور رئیس کرزی نن د یوې خبری غوڼدې په ترڅ کې د ناټو د روستۍ غونډې په اړه، چې د پرتگال په پایتخت لېزبن کې د نومبر په نولسمه او شلمه جوړه شوې وه معلومات ورکړل.
جمهور رئیس کرزی وویل، چې د ناټو په غونډه کې پریکړه وشو، چې له 2014 میلادی کال وروسته به د افغانستان د امنیتی چارو مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
نوموړی د ملی اردو له تجهیز څخه هم خپله نا خوښی وښوده او زیاته یی کړه، چې که چیرته لودیزوال افغان ملی اردو تجهیز نه کړی دوى به ورته له نورو هېوادنو څخه وسله ترلاسه کړی.
کرزی همداراز وویل، چې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه په خپلو عملیاتو کې عموماُ د شپې په عملیاتو کې عام او بې ګناه افغانان وژنی او د دوى دا کار افغانان پاروی.
د یادونې وړ ده، چې د لېزبن غونډه په پرتگال کې د ناټو د غړو هېوادونو لخوا جوړه شوې وه .