د کندهار د ملی امنیت چارواکی وایی، چې په کندهار ښاراو ولسوالیو کې یې د کشفی عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د دولت ضد مخالفین، چې په غلچکی بریدونو او وسله والو نښتو کې یې برخه درلوده نیولی دی. د ملی امنیت د چارواکو په وینا، په یادو کسانو کې یو تن، چې په کندهار ښار کې یې د غلچکی بریدونو مشری پر غاړه لری او د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى دى له یوه ملګری سره د لویې ویالې د فامیلو په سیمه کې د عملیاتو پر مهال نیولى او دریم تن، چی د میوند ولسوالۍ اصلی اوسېدونکى دى له یومیل کلاشنکوف او مخابرې سره نیولى دى. په نیول شویو کسانو کې ځینو یې اعتراف کاوه، چی ګوا کې د دولت له مخالفینو سره لاس لری، خو ځینو نورو یې بیا دا تورنه ردول. د یادونې وړ ده، چی څو اوونۍ وړاندې هم د ملی امنیت ریاست مسؤلنیو د غلچکی بریدونو د پنځو بریدګرو د نیولو خبر ورکړى و.