بېرته
دلبنان دمقاومت په ضددفتنې دکنټرولولپاره دې ددغه هیوادلومړی وزیرهڅې وکړی
د خپرېدو نېټه: 1389/09/11 0:0د خبر شمېره: 2969سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دلبنان دحزب ا... غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم دمقاومت په ضددلبنان دپخوانی لومړی وزیر رفیق حریری د نړیوالې محکمې داحتمالی فیصلې دصادریداته په اشارې سره زیاته کړه سعدحریری باید په دې زمینې کې پخپل مسئولیت عمل وکړی ځکه دی په سمې حل لارې اودثبات لپاره حرکت کولی شی او په ښه ډول د حزب ا... غورځنګ په ضد دتورونولړۍ درولی شی . شیخ نعیم قاسم وویل نړیوال نظام دغه احتمالی فیصله په سپین سترګیتوب سره اداره کوی اومونږ یو ډول نړیوالې دښمنۍ سره مخامخ یوو .
ټاکل شوې ده درفیق حریری نړیواله محکمه په راتلونکو څو ورځو کې ددغې دوسیې په باب خپله لومړنۍ فیصله واوروی .دغه نړیواله محکمه دځینودروغجنوشاهدانودڅرګندونو په استناد سره چې دلودیځ له ملاتړه برخمن دی هڅه کوی د صهونیسټ رژیم د موخوپه لړکې په دغه ترورکې په لاس وهنې دحزب ا... غورځنګ ځینی غړی تور ن کړی . رفیق حریری سر ه دخپلوشلو ملګروپه 2005 کال کې د بیروت په خوا کې په یوې بم چاودنې کې ترور شو