بېرته
ډېوېد کامرون هلمند کې پر شویو ژمنو ټینګار وکړ
د خپرېدو نېټه: 1389/09/16 0:0د خبر شمېره: 3047سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د بریتانیې لومړی وزیر ډېوېډ کامرون نن د سې شنبې په ورځ د هلمند له والی سره د ګرېشک ولسوالۍ په ښوراب سیمه کې د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.
د بریتانیې لومړی وزیر ډېوېډ کامرون واک ته تر سېدو وروسته دا دویم ځل دى، چې هلمند ولایت ته سفر کوی.
د ګرېشک ولسوالۍ په شوراب سیمه کې د هلمند د والی او ډېوېد کامرون ترمنځ له ناستې وروسته د هلمند والی محمد ګلاب منګل خبریالانو ته وویل، چې کامرون ورسره د افغان ځواکونو په روزلو او هغوى ته د تجهیزاتو په ورکول کې د پوره مرستو ژمنه کړې ده.
والی وایی، کامرون ورسره دا ژمنه هم کړې، چې افغان ځواکونه به تر هغې روزی، ترڅو امنیتی چارې په خپله سمبال کړی.
د والی د معلوماتو له مخې ډېوېد کامرون په هلمند ولایت کې د امنیت د ټینګولو تر څنګ د بیارغونې د پرژو، د ښې حکومت دارۍ د جوړېدو او د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پراخو مرستو ژمنې وکړی.
والی محمد ګلاب منګل زیاته کړه، چې د بریتانیې لومړی وزیر د خپل هېواد لخوا د پخوانیو شویو ژمنو په پوره کولو باندی هم ټینګار وکړ او یادونه ېی وکړه، چې په دې ورستیو کې د هلمند د مرکزی سیمو امنیت د برتانوی ځواکونو په هڅو ښه شوى دى.
والی د ډېوېډ کامرون له قوله وویل، چې د سنګین، کجکی او نورو سیمو امنیت یې امریکایې ځواکونو ته د پوځې تاکتیکونو له مخې سپارلى او د دوى سرتیری د لښکرګاه او اړونده سیمو په امنیت ساتلو بوخت دی.
د یادونې وړ ده، چې په هلمند ولایت کې د بریتانیې شاوخوا لس زره سرتیری د ایساف په جوکاټ کې د امنیت په ټینګولو بوخت دی.