بېرته
د ویکی لېکس د بنسټګر جولین اسانژ ضمانت رد شو
د خپرېدو نېټه: 1389/09/17 0:0د خبر شمېره: 3051سرچینه: ایرکا خبری آژانس

لندن کې یوې محکمې د امریکایی سفارتی اسنادو د خپراوی او په نړۍ کې د غوغا پورته کولو له امله د ویکی لېکس ویب پاڼې د بنسټګر جولین اسانژ ضمانت رد کړ.
جولین تېر سهار هغه مهال ونیول شو، چې په لندن کې د پولیسو یوې پوستې ته د پوښتنو ځوابولو لپاره ورغلى و.
د جولین ضمانت له دې امله رد شو، چې د محکمې په فکر ښایی وتښتی.
د اسټرالیا 39 کلن اوسېدونکى، جولین د لندن پولیسو نیولى او پرې تور دى، چې په سوېډن کې یې پر دوو ښځوو جنسی تېرى کړى، خو جولین دغه ادعا ردوی.
د ویکی لېکس یوه ویاند رسنیو ته ویلی، چې د جولین نیول د رسنیو پر ازادۍ برید دى او وعده یې وکړه، چې نور معلومات به هم خپاره کړی.