بېرته
زابل کې 3 ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته
د خپرېدو نېټه: 1389/09/18 0:0د خبر شمېره: 3070سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکو ویلی، چې پرون په زابل ولایت کې د ماین چادونو له کبله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شول.
د زابل د والی ویاند محمد جان رسول یار کلید ته د دې پېښې پخلى وکړ او زیاته یې کړه، چې لومړۍ چاودنه شاجوی ولسولۍ ته څېرمه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې یو یولس کلن ځوان ټپی شوى و.
دویمه بیا په اټغر ولسوالۍ کې هاغه مهال رامنځته شوه، چې څلور ماشومان پر یوه سړک روان وو او د ماین چاودنه پرې وشوه.
د رسول یار په وینا، په دې برید کې یو ماشوم ځای پرځاى مړ، بل ټپی او پاتې دوه ماشومان ترې روغ رمټ ووتل.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د ماین چاودنو ډېرى قربانیان ملکی خلک دی.