بېرته
په کشمیر کې د ناآرامیو دوام
د خپرېدو نېټه: 1389/09/20 0:0د خبر شمېره: 3104سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د هند تر ولکې لاندې کشمیر د دولت ضد اعتراضونو او ناآرامیو سره مخ دې . خلک په دې سیمه کې د مظاهروپه کولو سره د هند له نظامی ځواکونوغواړی تر څو د بشری حقوقو د ترپښو لاندې کولو څخه لاس واخلی .
په وروستیو میاشتو کې دا اعتراضونه د پولیسو د مداخلې له امله په تاوتریخوالی واوښتل چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تل له نا آرامیو سره مل وو. د ښځواو ماشومانو په ګډون د بی ګناه خلکو وژله چې د هند امنیتی ځواکونه پکې ښکیل ګڼل کیږی د وروستیو اعتراضونو د را پورته کیدا لامل شوه چې د کشمیری مشرانو په ویناپر دې سیمه د هند د سلطې پر وړاندې دکشمیر د خلکو د غورځنګ دوهم پړاو ګڼل کیږی . له هندی پولیسو سره د کشمیری معترضینو په جګړو کې تر سل تنو وژل شوی او سلګونه تنه نور ټپیان شوی دی . د هند مرکزی دولت د کشمیر ناآرامیو ته د پای ورکولو په موخه ځانګړئ هیئت ټاکلئ دئ تر څو دکشمیر د بیلابیلو شخصیتونو او ډلو سره د لیدنو او خبرو اترو له مخې د دې سیمې د وضعیت مالومولو او ناآرامیو ته د پای ورکولو لپاره لارې چارې ولټوی .
د هند دولت په شدت سره د کشمیر د لانجې د نړیوال کیدا مخالف دئ او دا ستونځه خپله کورنئ موضوع بولی .
دا په داسې حال کې ده چې په کشمیر کې د وروستیو ناآرامیو له راپورته کیدا وروسته ،کشمیری ډلو او د پاکستان دولت د ستونځې د بل اړخ په توګه ، له نړۍ والو سازمانونو غوښتی تر څو د هند دولت ، د کشمیر د لانجې د هوارئ ، او د سیمی ناآرامیو ته د پای ایښودو لپاره تر دباو لاندې ونیسی ، په داسې حال کې چې د هند دولت د کشمیر ستونځه یواځې د هند د اساسی قانون په چوکاټ کې د حل وړ بولی . پاکستان او کشمیری ډلې دا سیمه د مناقشې وړ بولی او پر دې باور دی چې دا لانجه بایدد دری اړخیزو خبرو اترو له لارې حل شی او د هند له دولت غواړی چې له دې طرحې سره موافقه وکړی . له کشمیر څخه د جامو د سیمی د بیلوالی په اړه د دې سیمې د ځاېې مقاماتو وړاندیز د هند دولت ته د خطر بل زنګ کړنګوی . ځکه د جامو او کشمیر د بحران حل ته د هند د دولت پام کولای شی چې د دی سیمې د احتمالی تجزیې څخه چې د افراطی هندو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږی مخنیوی وکړی .له دی سر بیره لویدیځ هیواونه هم پر کشمیر د تسلط لپاره چې ستراتیژیک موقعیت لری هڅې کوی او دا داسې یوه موضوع ده چې د هند دولت ېې په اندیښنه کې اچولئ .
په دی حالت کې د کشمیر د خلکو په اندد کشمیر د برخلیک ټاکلو لپاره د ملګرو ملتود سازمان پریکړه ، او د دری اړخیزو خبرو پیل کولاې شی دکشمیر د لانجې د هوارئ تر څنګ د دې سیمې پر حالاتو د اغیز اچولو لپاره د لویدیځو ټولنوهڅې هم بې نتیجې کړی .