دټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس فضل احمد معنوی وایی چې له یاد شوی کمېسیون پرته هېڅ بله مرجع د ټاکنیزو پایلو د باطلولو حق نه لری. داپه داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ د ولسی جرګې د ټاکنو په اړه د خپلو څېړنو د پاى ته رسېدو خبر ورکړ او له محکمې څخه یې وغوښتل، څو د ټاکنو وروستۍ پایلې لغوه او په ټاکنو کې د درغلیو عاملینو ته سزا ورکړی. خو هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس فضل احمد معنوی د په کابل کې د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې یواځې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باطلولى شی. د ولسی جرګې ټاکنې د روان کال د وږی په 27مه، ترسره شوې، چې یو زیات شمېر کاندیدان ترې ناخوښه وو