بېرته
غور کې 7 وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د خپرېدو نېټه: 1389/09/23 0:0د خبر شمېره: 3146سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د غور ولایت په پساوند ولسوالۍ کې د ایتلافی ځواکونو د هوایی برید له کبله 7 وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غور ولایت امنیه قومندان عبدالباقی نورستانى د برید پخلى کوی او وایی، چې دغه برید تېره ورځ رامنځته شوى او په ترڅ کې یې د ملا شفیق او ملا رسول په شمول 4 تنه وسله وال طالبان مړه او 3 نور یې ټپیان شوی دی.
د نورستانی د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو غوښتل، چې د پساوند ولسوالۍ په نظامی ځایونو بریدونه ترسره کړی، خو ایتلافی ځواکونه دا موقع په لاس ورنه کړه او تر هغوى دمخه یې پرې برید وکړ.
نورستانى زیاتوی، دغه عملیات د هستوګنې له ځایه لرې شوی، چې له همدې کبله ملکی وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نوموړی په وینا، دامهال عملیات پایته رسېدلی او سیمه د ایتلافی ځواکونو تر کنترول لاندې ده.
د پساوند ولسوالی، له هلمند سره نښتې پوله لری، چې د ځینو خلکو په وینا، وسله وال طالبان له همدې لارې غور کې د ترهګریز بریدونه ترسراوی لپاره راځی.