بېرته
ناټو دافغان ملکیانو دوژلې او ژوبلیدا په باره کښې تحقیق کوی
د خپرېدو نېټه: 1389/09/25 0:0د خبر شمېره: 3161سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ناټو دافغان ملکیانو دوژلې او ژوبلیدا په باره کښې تحقیق کوی .
زمونږ خبریال وای ناټو پرون په یوې بیانیې کښې وویل دغه موسسه دافغانستان دهلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کښې دافغانستان او ناټو دپوځیانو دعملیاتو په ملاتړ کښې دترسره شوی هوای حملې په باره کښې تحقیق کوی .
په دغه هوای حملې کښې چې په تیرې سې شنبې ورځ شوی وه یو ملکی افغان وژل شوی او دوه ماشومان هم ژوبل شوی وو.
دخارجی پوځیانو لخوا دافغانستان دملکی خلکو وژله په دغه هیواد کښې په یوې بحث پارونکی موضوع بدله شوی ده او دافغانستان مسولانو ویلی دی چې په افغانستان کښې دملکی خلکو وژلې په دغه هیواد کښې دخارجی پوځیانو دشتون په باره کښې عمومی ملاتړ کم کړی دی .
ملګری ملتونه وای چې دروان میلادی کال له لومړیو څخه تراوسه دخارجی پوځیانو په حملې کښې څه دپاسه 2400 ملکی افغانان وژل شوی دی .