بېرته
افغان ولسمشر کرزی د ایران د چابهار تر هه ګره حمله وغندله
د خپرېدو نېټه: 1389/09/25 0:0د خبر شمېره: 3174سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامدکرزی، دکابل ښار په خاتم النبیین مدرسه کې، د عاشورا ورځې له ماتم کوونکیو سره ګډون وکړ.زمونږ خبریال له کابله راپور راکوی
حامد کرزی په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه او نننۍ ورځ یې د مسلمانانو لپاره د ماتم، مظلومیت او شهادت ورځ وبلله.
کرزی زیاته کړه چې د اسلام د دین په لاره کې د کربلا د شهیدانو زړورتیا،د مسلمانانو لپاره د سرښندنې یوه نمونه ده.
کرزی، دسیستان بلوچستان ولایت په چابهار کې پرونۍ چاودنه داستبداد ستره بیلګه وبلله او زیاته یې کړه چې خلک باید ددغه ډول استبداد په وړاندې راولاړ شی .
تېره ورځ دایران په جنوب ختیځ دسیستان او بلوچستان ولایت په چابهار کې دحسینی عزادارانوپه مینځ کې چاودنه وشوه چې له امله یې 39 کسان شهیدان او 55 نور ژوبل شول.
ولسمشر کرزی دظلم پر خلاف دامام حسین(ع) قیام دټولنې لپاره دعبرت درس وباله او ویې ویل امام حسین(ع) دټول بشریت لپاره دظلم په وړاندې دمقابلې لار پرانسته.
نوموړی همدارنګه، په مخالفینو غږ وکړ چې دکربلا دشهیدانو پاکو وینو ته یه درناوی له جنګ څخه لاس واخلی او د سولې له بهیر سره یو ځاى شی.
په نننۍ غونډه کې یو شمېر نورو ویناوالو دمسلمانانو تر منځ په وحت او یووالی ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دعاشورا ورځ دې له اسلامی اصولو سره سمه ولمانځی.
په دغې غونډه کې په کرزی سربېره، د کابینې غړو او دپخوانۍ ولسی جرګې یوشمېر استازو هم برخه درلوده .
نن ورځ د نورو کلونو په څېر عامه رخصتی ده او کابل ښار د نورو ورځو په پرتله، له ګڼې ګوڼې خالی دى.
عاشورا یا د محرم الحرام لسمه داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص دیوه ډیر ګران لمسی حضرت امام حسین علیه السلام دشهادت له کلیزې سره سمون لری.
په دغه ورځ امام حسین علیه السلام له خپلو دوو اویا وفادارو ملګرو او کورنۍ سره یوځاې دیزید په حکم دهغه دپوځیانو په وسیله په ډیر مظلومانه ډول شهید کړای شو .
د نړۍ مسلمانان هرکال په ختمونو او دعاګانو او یو لړ نورو مراسمو سره ددې ورځې یاد تازه کوی.