بېرته
د امام حسین پاڅون او پوهانو او شخصیتونو څرګندونې
د خپرېدو نېټه: 1389/09/25 0:0د خبر شمېره: 3175سرچینه: ایرکا خبری آژانس

شیعه اوسنی مسلمانان حتی غیر مسلمانان د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه سلام د سر شیندنې او پا څون د عظمت تر اغیز لاندې راځی خو لږ شمیر کسان د اسلام په نوم په یذیدی تفکر سره اوس هم د یذید خبره اومنطق لری .
زمو نږ خبر یال راپور راکوی هغه اغیز چې د کر بلا پیښې او اما م حسین ع پا څون د نړۍ د خلکو په لید توګې کړې ډیر زیا ت دې . د اما م حسین ع تلپاتې پا څو ن او په بشر د هغه ژور اغیز او د شهیدانو د سا لار امام حسین ع او د هغه د وفا دارو یارانو ځا نګړ تیاوې سبب شوی دی چې د دغو حما سه را پنځو نکیو او دغې عظیمی حما سې په اړه ډیر ې څر ګند ونې وشی چې په دغه راپور کې ټولو ته اشارې کو ل ګران دې ، خو یوازې څو مسلما نو او غیر مسلما نو پو ها نو ، سیا ستوا لانو او مذهبی شخصیتونو ته پکې اشاره کوو .
1:
د هندوستان د خپلواکې مشر مهما تما ګا ندی د امام حسین علیه سلام د پا څون په اړه وایی ،
ما د امام حسین ع د اسلام د هغه ستر شهید ژوند په ځیر تیا سره مطا لعه کړ ې دې اود کر بلا غو رځنګ ته مې ډیر پام کړ ې دې او پر ما روښا نه شوی ده چې که هندوستان وغاړی یو بر یالې هیواد شی نو له امام حسین ع بیلګه واخلی .
2.
د پاکستان بنسټ ګر قا یداعظم محمد علی جنا ح وایی ،
په نړۍ کۍ د شجا عت هیڅ بیلګه چې امام حسین ع د سر شیندنې شجاعت او جرات له نظره وښو دله نه پیدا کیږی . زما له نظره درست میلما نان باید له دغه شهیده چې ځا ن یې د عراق په ټا ټو بې کې قر بان کړ پیروی وکړ ی .
3:
بر تا نویې فیلسوف او مورخ تو ما س کا رلایل وایی،
هغه بهتر ین درس چې د کر بلا له تراژیدۍ اخلو دا دې چې حسین ع او یارانو یې په خداې کلک ایمان درلود ،هغوی په خپل عمل سره روښا نه کړه چې عددی برلاسی توب په هغه ځای کې چې حق له با طلو سره مخا مخیږی اهمیت نلری او له لږ شمیر سره سره د امام حسین ع بر یا لیتوب زما لپاره د حیرانتیا خبره ده .
4،
مشهور امریکایې مو رخ واشنګټن ایرویینګ وایی ،
د امام حسین ع لپاره ممکنه وه چې د یذید لعه د ارادې په وړاندې په تسلیمدو سره خپل ژوند بچ کړی خو د اسلام بخښو نکی غو ر ځنګ او پیشوا مسو لیت اجا زه نه ورکو له چې هغه حضرت یذید د خلیفې په تو ګه وپیژنی . هغه حضرت ډیر ژر د بنی امیه له پنجو د اسلام د خلاصولو په خا طر ځا ن د هر ډول دباو او مصیبت د قبلولولپاره د وچ ټا ټوبی تر سختې ګرمۍ او د عراق په ګر مو ریګو د قر بانۍ لپاره چمتو کړ .
5.
عیسای ادیب او پو ه جارج جرداق وایی
کله چې خلک د امام حسین د قتل او وینې بهونې لپاره لمسول کیدل نو هغو به ویل چې څو مره پیسې به راکړی ، خو د امام حسین علیه سلام یارانو و امام حسین ته ویل چې مو نږه له تاسو سره یو که اویا ځله ووژل شو ، بیا هم غواړو د تاسو په څنګ کې جنګ وکړو او ووژل شو .
6.
مصرې لیکوال عبد الرحمان شر قاوی وایی ،
حسین ع د دین او پتیا لیتوب د لارې شهید دې نه یوازې شیهیان باید د حسین په نوم ویا ړ وکړی بلکې درست پتیا لی باید د دغه شریف په نوم ویاړ وکړی .
7.
مصریې ادیب او پو ه طه حسین وایی ،
حسین ع دهغه فرصت د تر لاسه کولو او د جهاد د له سره پیلو لو او د هغې لارې د تعقیبولو لپاره چې پلار علی ع یې پر یښو دلی وه د شوق په اور کې سو ځیده ، هغه حضرت د معا ویه او د هغه د ګو ډاګیانو د اعما لو په اړه ژبه ازاده کړه تر دې چې معا ویه وګوا ښه ، خو امام حسین خپل ګو ند دې ته اړ کړ چې د حق په پلو یتوب کې سختی وکړی .
8.
مصرې فیلسوف او پو ه علامه طنطاوی وای ،
په حسینی داستان کې عشق پتیا لی د خداې په لاره کې سر شیندنې ته راپاروی او له مرګه هر کلې بهتر ینه ارزو بلل کیږی او قر بانګاه ته د تلو لپاره له یوه بله د مخکې کیدا لپاره شوق او ولوله ښی .
دا د اما م حسین علیه سلام د پا څون په اړه د څو مسلمانو او غیر مسلما نو پو ها نو او شخصیتونو څر ګندونې وې ، خو له بده مرغه د کر بلا له غمجنې پیښې د 1400 کلونو په تیریدا سره تر اوسه یذیدی تفکرات مو جو د دی ،. ځینو د کر بلا له مکتبه هیڅ درس ندې اخیستلې او اوس هم د یذیدی تفکر خبره کوی ، لکه څر نګه چې شا هد یو د هغه بزګوار امام علیه سلام په پیروانو حملې کوی ، د شهیدانو د سا لار امام حسین علیه سلام په ویرجنو او په هغو کسا نو چې دعلمی خبرو اوریدو ته کښینی او غوا ړی چې د خپل امام د شهادت د علتو نو په اړه ځا ن خبر کړی او یذید او د خپل وخت یذیدیان چې امریکا او اسراییل یې په سر کې دی ، وپیژنی ، ځا ن وژونکی حملې کوی او د عا شورا ورځې په شان په ښځو او ما شو ما نو هم رحم نه کوی .