د پوهنې له وزارت سره د جرمنی د پراختیایی بانک له خوا د 18 میلیونه یورو بلا عوضه مرستې تړون لاسلیک شو. دغه تړون د مالیې د وزیر عمرزاخیلوال په ګډون د پوهنې د وزیرغلام فاروق وردګ او په افغانستان کې د جرمنی مرستیال سفیر تامس زهینسن تر منځ پرون لاسلیک شو. د پوهنې وزیر فاروق وردک وویل: د جرمنی هېواد په 1387 کال کې له پوهنې وزارت سره 15 اشاریه 7 میلیونه، تېر کال 13 اشاریه 7 ملیونه او اوس 24 اشاریه 6 ملیونه ډالر مرسته کړې ده. نوموړی زیاته کړه: په راتلونکې یوه میاشت کې به له جرمنی هېواد سره د 19 ملیونه یورو په ارزښت یو بل تړون د 7 تخنیکی ښوونځیو د جوړولو لپاره، چې شپږ به په شمال او شمال ختیځ کې او یو به په کابل کې جوړ شی. وروسته د المان مرستیال سفیر تامس زهینسن خبرې وکړې او ویې ویل: په هر هېواد کې له پوهنې څخه لوى څیز نه شته، پرمختګ او هره لاسته راوړنه په پوهنې پورې اړه لری او د افغانستان او جرمنی ترمنځ یوازینى شریک ټکى پوهنه ده. نوموړی په راتلونکی کې د لازیاتې همکارۍ ژمنه وکړه. داپه داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په کابل ښار کې د جاپان هېواد په مرسته 48 ښوونځی پرانستل شول، خو اوس هم په هېواد کې د پوهنې بهیر د راز راز ستونزو سره مخ دى.