بېرته
موساد او ایم ای سیکس په ایران کښې جاسوسۍ کوی
د خپرېدو نېټه: 1389/10/07 0:0د خبر شمېره: 3337سرچینه: ایرکا خبری آژانس

یوې خبری اینټرنیټ پاڼې داسرایلو دجاسوسۍ موسسې موساد په مرستې سره په ایران کښې دجاسوسۍ لپاره دانګلستان دخارجی جاسوسۍ ادارې ایم ای سیکس موسسې له هڅې پرده پورته کړه .
دتهران چاپ رسالت ورځپاڼې دیوریشیا ریویو خبری سایټ په قول ولیکل دانګلستان دډیلی ټیلیګراف ورځپاڼې خبریال ګورډون توماس له جعلی پاسپورټونو داستفادې په دلیل له انګلستان څخه داسرایلو دجاسوسۍ ادارې موساد دنوی مشر تامیر پرادو دبخښنې دغوښتلو په باره کښې دخپل راپور په ترڅ کښې دموساد جاسوسۍ ادارې لخواو دایران پټو او حساسو اطلاعاتو ته د لاسرسی لپاره دانګلستان په هڅې اعتراف وکړ .
ددغه راپور په دوام کښې راغلی دی توماس نیت درلودلی چې له ریګی او منافقینو ترهګرو ډلو سره دموساد او اسرایلو ارتباط ته اشاره وکړی ځکه چې موساد په دغو دوو ډلو کښې خپل عوامل لری .
دانګلستان دډیلی ټیلیګراف ورځپاڼې خبریال ګورډون توماس وړمه ورځ راپور ورکړ داسرایلو دجاسوسۍ موسسې نوی مشر له جعلی پاسپورټ داستفادې په خاطر له انګلستان څخه دبخښنې لپاره دسفر اراده لری .
هغه په دغه سفر کښې دایران په باره کښې دخپلې جاسوسۍ اطلاعات انګلستان ته ورکوی .