بېرته
د بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ نښته
د خپرېدو نېټه: 1389/10/14 0:0د خبر شمېره: 3434سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې دواړه غاړې په کې یو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوی.
جګړه پرون غرمه مهال په سندورا سیمه کې وروسته ترهغې شوې، چې د چارواکو په وینا: افغان او بهرنی ځواکونه د ګزمې پروخت د خپلو مخالفو وسله والو تر برید لاندې راغلل.
د لغمان د والی ویاند کوچى ناصری وایی: د امنیتی ځواکونو په ځوابی ډزو کې دوى ته له کوم زیان پرته یو وسله وال بریدګر وژل شوى او یو بل تن له یو میل وسلې سره ژوندى نیول شوى.
ویاند وژل شوى افغان ګڼی، خو د نیول شوی په اړه وایی، چې هویت به یې وورسته په ډاګه شی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپلې غاړې ته له کوم زیان منلو پرته کلید ته وویل، چې د الینګار ولسوالۍ په یاده شوې سیمه کې یې پرون یو امریکایی ټانګ په چاودنه کې له منځه وړى او پکې ناست درې سرتېری یې وژلی او یو بل یې ټپی کړى دى.
بلخوا د لغمان د والی ویاند وایی: د امنیتی ځواکونو پلټنو ښودلې، چې د دې ولایت د سرخکانو پرامنیتی پوستې تر برید وروسته د ځوابی ډزو پرمهال د بریدګرې ډلې مشر هم وژل شوى.
هغه مخکې ویلی وو، چې یوازې په سیمه کې د یوه وسله وال بریدګر مړى موندل شوى، خو اوس وایی: د برید سمبالګر هم وژل شوى، چې مړى یې له سیمې تښتول شوى دى.
د وسله والو طالبانو ویاند د وړمې شپې پردې پېښې ناخبری ښودلې وه.