ناټو ځواکونو دافغانستان په جنوب ختیځ کښې درې ملکیان ووژل . دافغانستان دځای سرچینو په قول راپور ورکړ د ددغه هیواد درې ملکی خلک نن په غزنی ولایت کښې دناټو دپوځیانو په ډزو کښې ووژل شول . دغه راپور زیاتوی چې ناټو پوځیانو دغه راز په دغه حملې کښې دقران مجید چې دمسلمانانو سپیڅل کتاب دی سپکاوی هم وکړ . بل خبر داچې دطالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل دکاپیسا ولایت په السای ولسوالۍ کښ یې په فرانسوی پوځیان حمله کړی ده چې له کبله یې یو ټانګ تباه شوی او دوه فرانسوی پوځیان وژل شوی او جګړه دوام لری . دطالبانو ویندوی زیاته کړه دغه ډلې نن یولس بجې دغزنی ولایت په دیک ولسوالۍ کښې په ابراهیم زو سیمه کښې دامریکا په پوځیانو حمله کړی ده چې له کبله یې درې امریکای پوځیان وژل شوی او دمرکز په مربوطاتو کښې په عزیز قلعه سیمه کښې په اکملاتی کاروان حملې کښې دوه صرف ګاډی تباه شوی او شپږ ساتونکی هم قتل شوی دی .