بېرته
پاکستانی چارواکو سره د سولې د عالی شورا خبرې پای ته ورسېدې
د خپرېدو نېټه: 1389/10/18 0:0د خبر شمېره: 3485سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د سولې عالی شورا په پاکستان د دغه هېواد له مقاماتو سره خپلې خبرې او ملاقاتونه پای ته رسولی دی.
دغه پلاوى تېره سې شنبه پاکستان ته تللى و او د دغه هېواد له دولتی چارواکو او د سیاسی ګوندونو له مشرانو سره یې لیده کاته وکړل.
په پاکستان کې د سولې د شورا غړو دغه راز د افغان حکومت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامی له مسولینو سره هم خبری کړی.
د سولې د عالی شورا مشر برهان الدین ربانی رسنیو ته وویل، چې کابل او اسلام اباد دواړه د سولې د پروسې د پر مخ بیولو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې گډې جرگه گۍ پر سر لومړنۍ خبرې کړی او هیله من دى، چې ډېر ژر به دغه جرگه گۍ جوړه شی.