بېرته
دامام محمد باقر ع دزوکړې کلیزې دې تاسو ته مبارک وی
د خپرېدو نېټه: 1389/10/17 0:0د خبر شمېره: 3488سرچینه: ایرکا خبری آژانس

نن دشنبې ورځ ده چې دجنورۍ دمیاشتې له اتمې او دصفرې دمیاشتې له دریمې نیټې او دغه راز داسلام د ګر ان پیغمبر حضرت محمد ص دیوه ډیر ګران لمسی او دامامت د پینځم ځلانده ستوری حضرت امام محمد باقر علیه السلام له زوکړې سره سمون خوری .
حضرت امام محمد باقر علیه السلام په اوه پنځوسم هجری قمری کال کښې په مدینې منورې کښې وزیږد او دهغه پلار حضرت امام سجاد علیه السلام او مور یې ام عبدالله نومیدل .
امام باقرعلیه السلام دبنی امیه دحکومت په وروستی پړاو کښې ژوند کاوه نو ځکه یې دحکومت دقدرت له کمزورتیا استفاده وکړه او داسلامی معارفو دخپرولو لپاره یې پراخه هڅې وکړې او دبیلابیلو عقایدو له نظر خاوندانو او مخالفانو سره یې مفصلې مناظرې لرلې او دشیعه مسلمانانو او دمخالفانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل .
امام محمد باقر علیه السلام دولید بن عبدالمالک دحکومت په وخت کښې امامت ته ورسید چې له هغه وورسته سلیمان بن ملک او دورپسې عمر بن عبدالعزیز او ورپسې یزید بین عبدالمالک او بیا هشام بن عبدالمالک یو بل پسې داسلامی هیوادونو واکمنان شول .
امام محمد باقر علیه السلام له هیر یوه واکمن سره په خاصی رودې سره چلند کاوه خو له بده مرغه دهغه ځینو خپلوانو چې زید بن حسن بن علی هم پکښې راځی دهغه بد ویل شروع کړ چې بالاخره واکمن هشام امام محمد باقر علیه السلام ته زهر ورکړل او شهید یې کړ .
دایرکا خبری آژانس داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد دګران لسمی حضرت محمد باقر او داهل بیت دعصمت او طهارت ټولو مینه والو ته دهغه دزوکړې دورځې په مناسبت امبارکی وای .