زمونږ خبریال راپو رراکړ دایران د ایټمی تاسیساتودلیدوپه وخت د 120 هیوادونواستاذولومړنی عکس العمل دا ؤچې ټولووئیل دهغه څه په اپوټه چې موآوریدلی وو، په ایران کې هیڅ ډول پټ او ترمځکې لاندی ایټمی تاسیسات نشته .د 120هیوادونو دغواستاذوپه نطنز کمپلیکس کې په شلو فی صدوسره دیورانیمو دپخولو برخه هم ولیده اودغه ټول عملیات او تاسیسات ئې وستایل چې دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس دپلټونکواوکیمرو په وسیله څار ل کیږی همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علی اکبر صالحی هم ددغې کتنې تر څنګ په نطنز کې د خبریالانو په ټول کې له ایران سره د 5+1 ډلې دجامعوخبرواتروپه باب په خبرداری سره روښانه کړه دوخت تیریدادلویدیځ په تاوان ده .هغه روښانه کړه تهران چمتو دی خپل ایټمی محصولات دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د مقرراتوپه اساس او د این پی ټی تړون په چوکاټ کې اړمنو هیوادونو ته ورکړی . دایران دخارجه وزارت سرپرست دایټمی سونګو په با ب هم په دې خبرې په ټینګار سره چې په راتلونکولسو میاشتوکې د تهران د پوهنتون څیړنیز ریئکټر ته په ایران کې دننه تولید شوی لومړنی ایټمی سونګ اچول کیږی وویل د ایټمی سونګو د مبادلې په باب بحث دائمی نه دی . په عین حال کې د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې د ایران دائمی استاذی علی اصغرسلطانیه هم وویل دایران دایټمی تاسیساتو کتونکی د120 هیوادونواستاذی میلمانه به ویانا ته له ستنیدا وروسته پخپلوسترګولیدونکی منظرې په کتبی راپورونه کې خپلوسیاسی اوجغرافیائی ډلو ته وړاندې کړی اودغه راپورورنه به دتاریخی سندونوپه توګه ثبت شی.