بېرته
دپاکستان د کراچۍ په اورنګی سیمه کښې عملیات پاې ته رسیدلی
د خپرېدو نېټه: 1389/10/28 0:0د خبر شمېره: 3622سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د پاکستان دکراچی په اورنګی سیمه کښې عملیات پاې ته رسیدلی
زمونږ خبریال وای دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې په اورنګی ټاون سیمه کښې په مختلفوسیمو کښې درینجرز امنیتی ځواکونو عملیات پاې ته رسیدلی دی او له نیول شویو کسانو پلټڼې روانې دی .
دکراچۍ په اورنګی ټاون کښې په عمر بلوچ کوڅې ، فقیر کالونی ، مومن اباد ټاڼې په خوا شا سیموکښې په عملیاتو کښې ګڼ شمیر رینجر امنیتی ځواکونو برخه واخیستله چې په بهیر کښې یې څو شکمن کسان ونیول شول .
ویل کیږی چې ځینې شکمن کسان خوشی کړې شوی دی خو په نیول شویو کسانو کښې ډیر هغه کسان شامل دی چې ورسره هیڅ پیژند پاڼې نشته .
درینجرز ددغو عملیاتو په هکله دسیمې خلکو مظاهرې وکړه چې ښځې هم پکښې شاملې دی .
دسیمې خلکو وویل چې رینجرز غړیو له کوم دلیل پرته ددوې خپلوان نیولی دی او هغه باید ژر خوشی کړې شی .
په اورنګی سیمه کښې درینجرز له عملیاتو وورسته دکانونه خلاص شوی دی او ټرافیک دوام لری .