د جمهوری ریاست د ویندویۍ له دفتره په یوې تازه خپرې شوې خبر پاڼې کې ویل شوی، چې جمهور رئیس کرزی د ټاکنیزو شکایتونو د ځانګړې محکمې په غوښتنه، منلې، چې د ولسی جرګې پرانېسته به د روان کال د کب تر دریمې نیټی پورې وځندوی. ټاکل شوې وه، چې ملی شورا د سلواغې په درېیمه یعنې د یکشنبې په ورځ پرانیستل شی، خو اوس به د کب په درېیمې دا کار کیږی. جمهوری ریاست دا پریکړه وروسته تر دې وکړه، چې د معترضو کاندیدانو د شکایتونو د څېړلو اختصاصی محکمې له جمهور رئیسه وغوښتل، چې د ملی شورا پرانیستل دې لږ تر لږه یوه میاشت وځنډوی، څو دوى د درغلیو سمه څېړنه وکړی.