په تهران کښې دافغانستان سفارت دغه هیواد ته دایران داسلامی جمهوریت له لارې دسونګو دټانکرونو دټرانزیټ بهیر عادی وباله . زمونږ خبریال وای په تهران کښې دافغانستان دسفارت دتجارتی برخې مسول عبدالهادی فرهنګ په یوې مرکې کښې وویل دایران داسلامی جمهوریت دسونګو ټانکرونه نن له هیڅ محدودیت پرته افغانستان ته ته ورسیدل . په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت دسفارت دمطبوعاتی برخې هم تیره اونۍ په یوې بیانیې کښې افغانستان ته ته سونګو دټرانزیټ په باره کښې دادعاو په غبرګون کښې وویل افغانستان ته دسونګو دټانکرونو ټرانزیټ بند شوی نه دی بلکې مدیریت شوی او هماغه راز هره ورځ دومره اندازه سونګو ته چې وړاندې یې دافغانستان دخلکو ضرورت تامینوه دتلو اجازه ورکول کیږی . په افغانستان کښې دایران سفارت وویل په تیرو لسو میاشتو کښې له ایران څخه افغانستان ته درې لکه نهه نوی زره او اوه سوه څلور شپیته ټنه سونګ افغانستان ته ټرانزیټ شوی دی . داپه داسې حال کښې دی چې دپردې شاته ځینې لاسونه دایران او افغانستان دتاریخی زاړو اړیکو دخرابولو لپاره له دغه مسلې دناوړه استفادې او دفضا جوړونې هڅه کوی .