بېرته
د عربستان د شیعیانو رهبر په حق ورسید
د خپرېدو نېټه: 1389/11/04 0:0د خبر شمېره: 3698سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په مدینې کې د رهبرۍ د ستر مقام د بعثې د اطلاع رسونې د برخې د راپورله مخې آیت ا.... محمد علی عمری نن سهار د یوې اوږدې ناروغۍ له امله په ریاض کې په یوه روغتون کې په 90 کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې آیت ا... محمد علی عمری چې مدینې اوسیدونکی ؤ په دغه سپیڅلی ښار کې ئې یوه لویه امام باړه جوړه کړې چې د اهل بیت علیهما سلام مینه وال پکې د وهابیانو او سلفیانو له ډیرو دباؤنو سره سره د ویر او عزادارۍ دستورې جوړوی د عربستان وهابی مامورانو په ځلونو په بیلا بیلو پلمو سره دغه حسینیه تړلې او هر ډول عبادتونه ئې پکې منع کوی . آیت ا... عمری د خپل ژوند کابو 45 کلونه د عربستان د وهابی تفکر لرونکو په بندونو کې تیر کړی او دغه راز ئې د محمدی اسلام لپاره ډیر خدمتونه کړی دی