بېرته
هیڅ قدرت د ایران او افغانستان تر مینځ اختلاف نه شی اچولای
د خپرېدو نېټه: 1389/11/10 0:0د خبر شمېره: 3770سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اقتصاد وزیر له دغه هیواد سره په بیلا بیلو زمینو کښې د ایران ملګرتیاوې وستایلې .
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادی ارغندی وال نن په تهران کښې د ایران د خارجه وزارت له سرپرست علی اکبر صالحی سره په کتنه کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د افغانستان د موقعیت د پیاوړتیا ،د تجارت له ودې او بیارغونه کښې له کابل سره رغنده ملګرتیاوې درلودلی دی .
ارغندی وال وویل د ایران اسلامی جمهوریت تل له افغانستان څخه ملاتړ کوی او هیڅ قدرت د دواړو هیوادونو تر مینځ اختلاف نه شی اچولای .
هغه د تهران او کابل تر مینځ د اړیکو د پراختیا لپاره موجودو ظرفیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل کابل په افغانستان کښې د ایرانیو پانګه والو او سوداګرو د شتون لپاره له تهران سره ملګرتیا ته چمتو دی .
د ایران د خارجه وزارت سرپرست هم وویل افغانستان د ایران د اسلامی جمهوریت په بهرنې سیاست کښې ځانکړې ځای لری او د کلتوری ، مذهبی او ژبنیو ګډولو په دلیل د ملګرتیاوو پراختیا د دواړو لورو په ګټه ده .
همدغه راز یو بل خبر وایی چې د افغانستان د مالیی وزیر عمر زاخیلوال هم د ایران د تیلو له وزیر سره کتلی دی .
زاخیل وال له دغې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل د دواړو لورو خبرې اترې مثبتی وی او د تهران او کابل اقتصادی اړیکې مخ په وده دی . د ایران د تیلو وزیر هم وویل تمه شته د دواړو هیوادونو تر مینځ د تفاهم لیکونو په اجرا سره د افغانستان او ایران تر مینځ دسونګو تبادله زیاته شی .