بېرته
یو سیاسی کارپیژاند وای په مصر کښې دقدرت بدلون حتمی دی
د خپرېدو نېټه: 1389/11/11 0:0د خبر شمېره: 3792سرچینه: ایرکا خبری آژانس

یو سیاسی کارپیژاند وای په مصر کښې دقدرت بدلون حتمی دی .
دانګلستان په پلازمینې لندن کښې داسلامی او سیاسی تفکراتو دموسسې مدیر اعظم تمیمی له پریس تی وی چینل سره په مرکه کښې ویل په مصر کښې دقدرت بدلون حتمی دی او ددغه هیواد دیکتاتور ولسمشر حسنی مبارک باید له دیرش کاله حکومت وروسته قدرت پریږدی .
هغه دمصر دولسمشر دمرستیال په توګه دجاسوسۍ ادارې د وزیر عمر سلیمان انتصاب ته په اشارې سره وویل دغه کار دامریکا دحکومت په غږملتیا سره ترسره شوی دی او دمصر داساسی قانون پراساس که چیرې ولسمشر په هر دلیل دچارو داداره کولو وس ونلری دهغه مرستیال ولسمشر کیږی .
دلندن د اسلامی او سیاسی تفکراتو د موسسې مدیر وویل د مصر دولسمشر مبارک مرستیال عمر سلیمان له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره ښې اړیکې لری او وړاندې هم دحسنی مبارک پر ځاې دعمر سلیمان دځای ناستی کیدا په باره کښې ګونګوسې روانې وې .
هغه دمصر دولسی مظاهرو پراختیا ته په اشارې سره وویل دمصر خلک به حتی عمر سلیمان هم دخپل هیواد دولسمشر په توګه ونه منی ځکه چې دمصر دخلکو مشکل یوازې له ولسمشر حسنی مبارک سره نه دی بلکې دمصر خلک دحکومت او دهغه دجوړښت دبدلولو غوښتونکی دی .
هغه وویل دمصر دراتلونکی په باره کښې دډیرو سناریوګانو احتمال شته او باید وویو چې په مصر کښې وروستې مظاهرې په ایران کښې داسلامی اسلامی انقلاب دبریالیتوب او دپهلوی رژیم دنسکوریدا یادونه کوی .
هغه وویل ترټولو مهمه ډله چې له حسنی مبارک وروسته په مصر کښې قدرت ترلاسه کولای شی اخوان المسلمین ډله ده .
هغه وویل زه ډاډمن یم چې اخوان المسلمین ډلې له ولسی ډلو سره موافقه کړی ده او دافریقا دشمال په دغه هیواد کښې به ولسی حکومت قدرت ته ورسیږی .