بېرته
د کندهار د امنیه قوماندان پر کور ځانمرګى برید
د خپرېدو نېټه: 1389/11/16 0:0د خبر شمېره: 3842سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د عیدګاه دروازې په سیمه کې د کندهار د امنیه قوماندان پر کور د ځانمرګى برید شوى، خو چا ته په کې زیان نه دى اوښتى.
د کندهار امنیه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد کلید ته په خبرو کې د پېښې پخلى وکړ او زیاته یې کړه، چې یوه ځان وژونکی برید ګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ده د کور له مخې دېوال سره وجنګاوه.
دهغه په وینا: برید کې یوازې ځانمرګى وژل شوى، خو نور چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د میرویس روغتون ډاکټران وایی، چې له یادې پېښې څخه دوى ته دوه ټپیان چې ښځی دی وروړل شوی، چې روغتیایی حالت یې ښه دى.
د دې پېښې په اړه تر اوسه کومې ډلی څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځی وړاندې هم د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند د عامه نظم د پولیسو مرکز مخې ته پر امنیه قوماندان چاودنه شوې وه، خو ده او نور چا ته پکې زیان و اوښتى.