بېرته
د الازهر رسمی ویندوی ، استعفا وکړه او له مظاهره کونکو سره یوځای شو
د خپرېدو نېټه: 1389/11/16 0:0د خبر شمېره: 3867سرچینه: ایرکا خبری آژانس

العالم چینل راپو ر ورکړ، محمد رفاعه الطهطاوی نن وویل، نن له خپل مقامه ا ستعفا کړې او په التحریر میدان کې له مظاهره کونکو سره یوځای شوی دی.
په عین حال کې د عربی اتحادیې مشر عمرو موسی هم نن په التحریر میدان کې د حسنې مبارک په مخالفینو سره یوځای شو.
د مخالفینو مشرانو ټینګار وکړ چې په سوئز ښار کې خلک د پوځیانو په ملاتړ په مظاهرو بوخت دی.
همداراز نن 23 مظاهره کونکی هم د حکومتی ګوډاګیانو له لوری وژل شوی دی.
همداراز ویل شوی چې په تیرو 24 ساعتونو کې 24 خبریالان نیول شوی دی