زمونږ خبریال راپور ورکړ، دخیبرپختونخوا دمردان په یوه پوځی مرکز کې په ځان وژونکې حملې کې 27 تنه او او 40 نورهم ژوبل شول. پولیسوویلی دی دغه حمله د یوه زلمی له لوری شوې ده. پولیسو زیاته کړې ده چې دغه ځوان د دې مرکز دپولیسو یونیفورم اغوستی و او دسهارنۍ پریډ په وخت یې له ځان سره چاودیدنکی مواد والوځول. ویل کږی چې د زیاتو ژوبول حال هم نازک دی او دمړو دزیاتیدا امکان هم شته دی.