بېرته
طالب مشرانو ته باید مصونیت ورکړل شی
د خپرېدو نېټه: 1389/11/28 0:0د خبر شمېره: 4097سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان دسولې لوړې شورا له ناټو وغوښتل هغو طالبانو ته چې له افغان حکومت سره دخبرواراده لری مصونیت ورکړی .
ایرکا خبری اژانس وای دافغانستان دسولې دلوړې شورا مرستیال عطا الله لودین خبریالانو ته وویل یو شمیر طالب مشرانو له دغه شورا سره په تماس کښې غوښتی دی چې ناټو دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ دخبرواترو دپیلیدا لپاره دوې ته مصونیت و رکړی .
لودین وویل حاضردمه د طالبانو غړیو ددیره کیدا ځای معلوم کړی شوی دی او دهغوې په ځینو غوښتنو هم غور شوی دی او هیله کیږی دافغانستان حکومت او دسولې لوړه شورا ددوې غوښتنو ته پام وکړی .
دافغانستان دسولې دلوړې شورا مرستیال لودین وویل دطالبانو ډلې یوه غوښتنه دملګروملتونو له تور فهرسته دطالبانو ډلې دمشرانو دنومونو لیرې کول دی .
هغه دغه راز په پاکستان کښې دطالبانو ډلې دپخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف انګلستان سفر ته په اشارې سره وویل هغه دبریطانیه په بلنه لندن ته تللی دی او دافغانستان دسولې لوړه شورا له دغه سفر نه وه خبره .
په پاکستان کښې دطالبانو ډلې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف تیره اونۍ په هغه کانفرنس کښې دګډون لپاره چې دبندو ورونو شاته وشو لندن ته سفر وکړ او دانګلستان له یو شمیر مقاماتو سره یې هم خبرې وکړې .
دا دملګروملتونو له تور فهرست څخه دعبدالسلام ضعیف دنوم له لیرې کیدا وورسته اروپا ته دهغه لومړنی سفر دی .
انګلستان تل هڅه کوی چې له طالبانو ډلې سره په روغې جوړې سره په افغانستان کښې په تیره بیا په جنوبی سیمو کښې چې هلته انګریز پوځیان دیره دی خپل هدفونه محقق کړی .