بېرته
طالب قومندانان له جنګه ستړی دی
د خپرېدو نېټه: 1389/12/03 0:0د خبر شمېره: 4112سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د نیویاکر ټایمز د راپور له مخې د وسله والو طالبانو د منځنۍ کچې قومندانان نور له جنګه ستړی شوی او د خپلو مشرانو هغه فرمانونه چې دوى جنګ ته هڅوی نه منی.
یادې سرچینې د فبرورۍ په 21 په یوه خپور کړی راپور کې ویلی، چې دوى د وسله والو طالبانو د منځنۍ کچې له قومندانان سره په مرکو کې موندلی، چې دوى نور له جنګ څخه ستړی شوی دی.
د دغه راپور له مخې د وسله الو طالبانو مشران د افغانستان له جنوبی پولې هاخوا ناست دی او د خپلې ډلې کسان جنګ ته هڅوی، خو د طالبانو د منځنۍ کچې طالبان نور له روانې جګړې ستړی شوی او له نیویارک ټایمز سره یې په مرکه کې ویلی، چې نور له جنګ سره علاقه نه لری.
په دې راپور کې د طالبانو د منځنۍ کچې د قومندانانو له خولې لیکل شوی، چې دوى له جنګه نه وېرېږی، خو د ستړیا علت یې دا دى، چې دوى د دغه روان جنګ د پایلې په اړه زړه نازړه دی او دغه پوښته کوی، چې دا جنګ به څه وخت پاى ته رسېږی.