د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د څلوېښت لکو افغانیو په ارزښت د یوه لومړنی ښوونځی د ودانۍ جوړولو کارپیل شو. د پوهنې ریاست ویاند محمد آصف شینوارى وایی: په تریلی سیمه کې د جوړیدونکې دې ودانۍ لګښت پوهنې وزارت له خپلې پراختیایی بودیجې ورکوی او په شپږو میاشتو کې به یې جوړیدل پاى ته ورسیږی. د شینواری په وینادې یو پوړیزه ودانۍ کې به د نجونو او هلکانو دې ښوونځی ته اته درسی او څلور اداری خونې او نورې اړینې برخې جوړې شی. د پوهنې ریاست ویاند وایی چې د یادشوی ښوونځی زده کوونکی تراوسه د ځمکې پرمخ زده کړې کوی. په ننګرهارکې له وروستیو راهیسې بې ودانۍ ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو د هڅو خبرپرداسې مهال ورکول کېږی چې د چارواکو په خبره د دې ولایت له شپږ سوو ښوونځیو څخه نېږدې نېمایی برخه یې لاودانۍ نه لری.