بېرته
کندهار کې د کوکنارو اړولو کمیاین پیل شو
د خپرېدو نېټه: 1389/12/05 0:0د خبر شمېره: 4160سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکو په کندهار ولایت کې د کوکنارو اړولو کمپاین د پیل خبر ورکړ.
کندهار په افغانستان کې تر هلمند وروسته د کوکنارو د کرکیلی او تولید دویم ستر مرکز بلل کېږی.
د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ګل محمد شکران وایی، چې په دې لړۍ کې یې د دې ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې پینځه نیوی جریبه ځمکه د کوکنارو له کر څخه پاکه کړې ده.
د کندهار والی توریالی ویسا، چې د کمپاین د پیل په موخه ژړۍ ولسوالۍ تللى و وویل، چې یاد کمپاین په کندهار کې د پولیسو، ملی اردو او ایساف ځواکونو له لوری ترسره کیږی او نورو ولسوالیو ته به هم وغځول شی.
که څه هم چارواکی وایی، چې داځل د دې کښت د مخنیوی لپاره یې جدی اقدامات پیل کړی، خو د امنیت نه شتون به د دې کمپاین پر وړاندې لوى خنډ وی.
باید وویل شی، چې دا کمپاین په لمړۍ ورځ هم تر وسله وال برید لاندې راغلى و، خو چاته پکې مرګ ژوبله وا نه وښته.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په کمپاین کې گڼ شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.