بېرته
د افغانستان ، ناټو او پاکستان دری اړخیزه غونډه وشوه
د خپرېدو نېټه: 1389/12/13 0:0د خبر شمېره: 4302سرچینه: ایرکا خبری آژانس

له اسلام آباد څخه د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان ، پاکستان او ناټو دری اړخیزه غونډه نن د پاکستان په پینډۍ ښار کښې وشوه او د دواړو هیوادونو په سرحدی سیمو کښې د آمنیتی وضعیت او د اسلام آباد او کابل تر مینځ د ملګرتیاوو د لوړولو په لارو چارو په هکله خبرې اترې وشوی .
په دغه دری دیرشمه دری اړخیزه غونډه کښې د پاکستان د پوځ لویی درستیز پرویز اشفاق کیانی ، د افغانستان د پوځ قوماندان محمد کریمی او په افغانستان کښې د ناټو امریکایی قوماندان جنرال ډیویډ پیټریوس برخع درلوده .