بېرته
هلمند کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په زیاتېدو دى
د خپرېدو نېټه: 1389/12/18 0:0د خبر شمېره: 4345سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په هلمند کې د ښځو چارو ریاست مسولینو په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو خبر ورکړ.
د دغه ریاست مسولینو دغه خبره په دې ولایت کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړه او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لاملونه یې په سیمه کې ناوړه سیمه ییز دودونه او د سواد د کچې ټیټوالى وباله.
د دغې غونډې پرمهال د هلمند د ښځو چارو ریسې فوزیی علومې وویل: سږکال په رسمی ډول دوى په خپل ریاست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی 10 پېښې ثبت کړی، خو دا کچه لوړه ځکه ده، چې د دې سیمې د دود او دستور له امله ټولې ښځې خپلې غوښتنې دوى ته نه شی راوړى.
دغه راز علومی په هلمند کې د ناامنیو له کبله د کونډو په شمېره کې د زیاتوالی خبر هم ورکاو او زیاته یې کړه، چې دا مهال یې شمېره زرګونو ته رسېږی.
نوموړې وایی، چې دغو کونډو ته د کار زمینه نه ده برابره، چې له کبله یې د دوى ژوند ډېر تریخ دى.
علومی وایی، چې دوى په دې هڅه کې دی، چې ټولو ښځو ته د کار زمینه برابره کړی، څو د هغوى ستونزې هوارې شی، چې په وینا یې تر اوسه یې په دې برخه کې یو شمیر ښځو ته ځینی پروګرامونه برابر کړی، چې خیاطی، خامک دوزی او داسی نور یې د یادولو وړ دی.
د علومی په وینا، که څه هم دغه شته امکانات کم دی، خو دوى د زیاتو امکاناتو برابرولو لپاره ځینی پلانونه تر لاس لاندې لری، چې په اړه یې له بهرنیو موسیسو سره خبرې کړی او هیله لری، چې ژر به پیل شی.