بېرته
د هلمند په کجکی کې ګڼ شمیر وسلوال ووژل شول
د خپرېدو نېټه: 1389/12/22 0:0د خبر شمېره: 4432سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ناټو تر مشرۍ لاندې ایساف وایی، چې د هلمند په کجکی ولسوالۍ کې یې پرون دپیاده ګزمې پر مهال ګڼ وسلوال وژلی دی.
د دغو ځواکونوپه اعلامیه کې راغلی چې لومړى وسلوالو له څو موقعیتونو پر بهرنیوځواکونو ډزې وکړې،وروسته بهرنیوځواکونو ددوى دموقعیت تر مشخصولو وروسته پر دوى حمله وکړه او د هوایی حملې غوښتنه یې هم وکړه، چې په نتیجه کې ګڼ وسلوال ووژل شول.
د ناټو په اعلامیه کې د وژل شویو کسانو شمېر نه دى په ګوته شوى. دا هم ویل شوی چې په دې پېښه کې ملکیانو ته تلفات نه دی اوښتی.
دغه ځواکونه زیاتوی،چې په کندهار او ننګرهار کې یې په زیاته اندازه چاودوېدونکی مواد او وسلې ترلاسه کړی دی.